IQNA

احمد نعینع؛د طبابت کار ونه توانیدل  د قرآن تلاؤت ته د ما مخه ونیسی

16:39 - March 23, 2026
د خبر لمبر: 3492594
ایکنا د مصر مشهورقاری او تکړه استاد احمد نعینع وائي ،  د طبابت کار ته مخه کول   هیڅکله هم ددې سبب شوي نه دي چې د قرآن کریم له تلاوته لاس واخلم.

ایکنانیوز د الهیئه  الوطنیه  اللاعلام له قوله راپور راکړ، د مصر یوه مشهور قاریډاکټر احمد نعینع  د  ؛ مؤجّل اعتراف ؛ نومې پروګرام سره په مرکې کې ووئيل؛ د تلاؤت  حکومت یا محفل نومې پروګرام  دممتازو قاریانو  او ځلیدونکو وړتیاؤ  په کشفولو سره، پراخ بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي او  ډيرې حیرانتیاوې ئې  درلودلي دي.

هغه وئيل؛  په هغو کې ځيني قاریان ئې له مخکې پيژندل  او هیله ئې وښودله چې دمصر  د قرآن ریډیو دې په  دوي اعتماد وکړي او د دوي غږ  دې په ټولو ځایونو کې د خلکو غوږونو ته ورسوي.

هغه ټينګار وکړ، د طبابت د کار مشکلات هیڅکله هم نه دي توانیدلی،د قرآن کریم  تلاؤت ته د ما توجه خنډ شی او  ددې راز،  د وخت په تنظیمولو او پلانونې او  نظم کې  نغښتی دی. هغه ووئيل؛ له سهاره تر مازدیګر څلورو بجو پورې  دطبابت کار کوم  او  له دې وروسته  د قرآن د قرائت  پروګرامونو ته چې معمولا  په مازدیګر او شپې مهال ترسره کیږي، ځم.

احمد نعینع په دوام کې ووئيل، د قرآن قرائت ئې له هماغه ماشومتوبه  د ام السعد په نامې سره له یوې میرمنې زده کړ او د سهار لمونڅ څخه وروسته تر یوه ساعت پورې  به د قرائت د زده کولو لپاره هغې وآخوا ته ورتلم . د ښونځي له زده کړو  وروسته  د لا لوړو زده کړو لپاره  په طبی څانګې کې  د زده کړې لپاره  طبی پوهنځي ته وارد شوم، په داسې حال کې چې  قرآن کریم مو په بشپړ ډول حفظ کړی ؤ.

 هغه په پاي کې هیله وکړه چې خلک  د قدر له شپو څخه  لا ښه استفاده وکړي او د د روژې دمبارکې میاشتې په شپو ورځو کې د اسلامی امت لپاره  د خیر اوبرکت دعاګانې وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4341910

 

captcha